افغانستان کې د القاعده د هند نیمه وچې وژل شوی مرستیال مشر څوک و؟ — BBC News پښتو

Abdul Sayed
6 min readNov 16, 2020

--

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

محمد حنیف خپله جهادي مخینه په ۹۰یمه لسیزه کې د حرکت المجاهدین په نوم کشمیرۍ جهادي ډلې سره پیل کړه.

افغان امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې د فراه بکوا ولسوالۍ کې یې د القاعده شبکې د سویلي اسیا څانګې “هند نیمه وچې” مرستیال محمد حنیف وژلی دی.

په ضرار مشهور محمد حنیف د کراچۍ د ناظم اباد سیمې اصلي اوسېدونکی و.

افغان خبریال بلال سروري د افغانستان د استخباراتي ادارو په حواله ویلي محمد حنیف د بکوا په یوه داسې سیمه کې له خپلې کورنۍ سره میشت و چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او پر افغان ځواکونو یې د طالبانو بریدونو ته د پلان جوړولو مشري کوله.

په ۲۰۱۴ کال له شمالي وزیرستان افغانستان ته د القاعده او د دې شبکې د ملاتړو پاکستاني توندلارو له اوښتلو راهیسې په دغه هېواد کې د القاعده ګڼ پاکستاني غړي د افغان او امریکايي ځواکونو عملیاتو کې وژل شوي دي.

افغانستان کې په دغو وژل شویو توندلارو کې د محمد حنیف رول ځکه د ډېر پام وړ دی چې موږ سره د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته د افغان طالبانو، القاعده شبکې او پاکستاني جهادیانو ترمنځ په اړیکو او جوړجاړیو پوهېدو کې مرسته کوي.

د محمد حنیف پلرنی ټاټوبی د پاکستان د سند ایالت د کراچۍ ښار ناظم اباد سیمه ده.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر پرځېدو وروسته پاکستان کې د دولت خلاف په ترسره شویو ترهګریزو بریدونو کې د محمد حنیف رول خورا څرګند دی.

په ۲۰۰۲ کال کراچۍ کې پر جنرال پرویز مشرف د موټربم برید پلان هم محمد حنیف جوړ کړی و.

حرکت المجاهدین پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر خلاف د افغان جهادي تنظیمونو د ملاتړ لپاره جوړ شوی او د پاکستان له لومړنیو جهادي ډلو دی.

دې حرکت وروسته د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې فعالیتونه پېل کړل او ترڅنګ یې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له هغوی سره د شمالي ټلوالې خلاف جګړو کې هم فعاله ونډه اخیسته.

د القاعده شبکې او پاکستاني جهادي ډلو د اړیکو د مخکښ امریکايي څېړونکي ډون رسلرز په وینا حرکت المجاهدين هم د پاکستان د نورو جهادي ډلو په څېر په همدې مهال افغانستان کې القاعده شبکې سره اړیکې جوړې کړې او د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته یې پاکستان کې د القاعده د غړو په پټېدو او له خپلو پټنځیو په بېرته راوتلو کې مهم رول ولوباوه.

د کراچۍ نوموتی ژورنالیست نعمت الله خان وايي محمد حنیف د سپتمبر تر بریدونو وروسته د کراچۍ د ناظم اباد د یوه بل اوسیدونکي او جهادي څېرې عمران صدیقي په مشرۍ له حرکت المجاهدین لار بيله کړه او د “حرکت المجاهدین العالمي” په نوم یې د خپلې ډلې بنسټ کېښود.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

محمد حنیف (ښی) او عمران صدیقي (کیڼ) د ۲۰۰۲ کال جون کې پر پرویز مشرف موټربم برید کې په تور ونیول شول او د اته کاله بند سزا ورته واورل شوه.

د هغه د دې پریکړې اصلي لامل د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته د جنرال پرویز مشرف په مشرۍ د پاکستان د دولت تګلارې وې چې د پاکستان جهادي ډلو ترې کرکه درلوده.

پاکستاني جهادیانو افغانستان کې د طالبانو د رژیم ړنګېدل او پاکستان کې د القاعده او نورو جهادي ډلو د غړو نیول کېدل د پاکستان د همدغو تګلارو پایله بلله.

په دې توګه القاعده پاکستان کې د حرکت المجاهدین العالمي په نوم یو نوی ځواکمن ملګری وموند چې وروسته یې دې شبکې لپاره پاکستان کې د پام وړ کارونه وکړل.

د پاکستاني خبریال فیض الله خان په وینا دغو کسانو القاعده سره پاکستان کې د پټنځیو او مالي مرستو سربېره د پاکستان د دولت خلاف جګړه کې مهم رول ولوباوه.

فیض الله زیاتوي د عمران صدیقي او محمد حنیف په مشرۍ حرکت المجاهدین العالمي لومړۍ پاکستانۍ ډله وه چې پر جنرال پرویز مشرف یې برید وکړ او پر دې سربېره یې کراچۍ کې د امریکا په کونسلګرۍ او د فرانسوي انجنیرانو په لېږدونکي بس بریدونو سره لومړی ځل پاکستان کې د امریکا او نورو لویدیزو هېوادونو ګټې په نښه کړې.

د القاعده شبکې او د پاکستاني طالبانو د تحریک د اړوند خپرندویه توکو له لوستو جوتېږي چې پر کراچۍ سربیره د پښتونخوا ځینې مشهور وسله وال هم د سپتمبر یوولسمې له بریدونو او په ځانګړي ډول د سور جومات (لال مسجد) تر پیښې وروسته د حرکت المجاهدین لخوا د پاکستان د دولت د تګلارو خلاف له پېل شوي بغاوت سره ملګري شول د خپل دولت پر وړاندې د القاعده د جګړې برخه وګرځېدل.

بدر منصور، فرمان شینواری، عبدالولي مومند (عمر خالد خراساني)، قاري شکیل او څو نور هم په همدغو کسانو کې شامل وو.

بدر منصور او فرمان شینواری وروسته پاکستان کې د القاعده مهم مشران شول په داسې حال کې چې خراساني او شکیل بیا د پاکستاني طالبانو د تحریک په راپورته کېدو کې د پام وړ رول لوبولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کراچۍ کې د فرانسوي انجنیرانو په بس برید کې ۱۱ فرانسوي وګړي وژل شوي وو

محمد حنیف او عمران صدیقي له څو نورو ملګرو سره د ۲۰۰۲ کال جون کې په پرویز مشرف د برید په تور ونیول شول او د اته کاله بند سزا ورته واورل شوه.

د نعمت الله خان په وینا په ۲۰۰۸ کال د پاکستان د امنیتي ادارو عملیاتو کې د حرکت المجاهدین العالمي د نورو غړو د نیول کېدو او وژل کېدو له کبله کراچۍ کې د دوی شبکه له منځه لاړه او پاتې غړي یې وزیرستان ته له تګ وروسته القاعده سره ملګري شول.

په ۲۰۱۰ کال د سند ایالت سترې محکمې د محمد حنیف او عمران صدیقي د خوشي کېدو حکم وکړ.

دوی دواړو هم تر خوشي کېدو وروسته وزیرستان ته مخه کړه او هلته د القاعده شبکې د پاکستاني مشرانو مهمه برخه وګرځېدل.

وزیرستان کې د القاعدې مرکزي هستې سملاسي دوی دواړو ته مهم مسوولیتونه ور وسپارل ځکه دې شبکې ته یې په خورا سختو ورځو کې پاکستان کې د پام وړ کارونه کړي وو.

عمران صدیقي وزیرستان کې د القاعده د روزنیزو مرکزونو مشر او محمد حنیف دې شبکې سره د نویو یو ځای کېدونکو پاکستانيانو د عملي پوځي زدکړو روزونکی شو.

عمران صدیقي په وزیرستان کې د القاعده شبکې په کړیو کې د شیخ ولي الله او محمد حنیف د ضرار، ایوب، نسیم او عبدالله په مستعارو نومونو شهرت وموند.

د القاعده د هند نیمه وچې یا برصغیر څانګې تر جوړېدو وروسته محمد حنیف د صدیقي په مشرۍ له هغې سره یو ځای شو.

د پاکستان د امنیتي ادارو او د القاعده شبکې د خپرونو له مخې عمران صدیقي په ۲۰۱۴ کال وزیرستان کې د پاکستان د پوځ تر عملیاتو وروسته افغانستان ته د اوښتلو پر مهال د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې ووژل شو او پر ځای یې محمد حنیف القاعده کې د صدیقي د ډلګۍ مشر شو.

محمد حنیف ته بیا وروسته د القاعده هند نیمه وچې مرستیالي وسپارل شوه.

د عکس سرچینه، @NDSAFGHANISTAN

د عکس تشریح،

افغان ملي امنیت د عاصم عمر دا انځور خپور کړی دی.

پر محمد حنیف سربېره افغانستان کې د هند نیمه وچې لپاره د القاعده نور وژل شوي مشران هم له افغان طالبانو سره پخوانۍ اړیکې او له لومړۍ دورې ملګرتیا لري.

دوی هغه کسان دي چې د سپتمبر د یوولسمي تر بریدونو لا وړاندې افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ جنګېدل او وروسته یې د القاعده په مشرۍ پاکستان کې د خپل دولت خلاف جګړه پېل کړه او دا جګړه یې د افغان طالبانو د دفاع جګړه بلله.

اوس که له یوې خوا افغان طالبانو ته له دوی سره پرېکون یوه ستره ننګونه ښکاري، نو له بلې خوا د دوی مخینې ته په کتو دا خطر هم نشي ردېدلی چې افغانستان کې د القاعده میشت بهرني غړي ښايي راتلونکې کې داسې ګامونه واخلي چې طالبانو ته ستونزې جوړولی شي.

له همدې کبله ډېرو سره اوس دا پوښتنه پېدا شوې چې افغانستان کې به د القاعده راتلونکی څرنګه کېږي؟

Originally published at https://www.bbc.com on November 16, 2020.

--

--

Abdul Sayed

I am a research analyst focusing on jihadism, Afghanistan, and Pakistan.