Abdul Sayed
4 min readApr 18, 2020

TTP documentary on Hakim Ullah Mehsud

حکیم الله مسید ته د درناوي فلم

BBC News پښتو

د پاکستان د طالبانو غورځنګ د ابطال الامت ۳ په نوم د نږدې څلوېښت دقیقو مستند فلم کې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د جهادیانو لپاره لوی بری بلل شوی دی.

ویډیو کې هڅه شوې چي پاکستاني طالبان د افغان طالبانو سره نږدې یا تر اغېز لاندې وښودل شي.

دا مستند په داسې مهال دی چې د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ له سولې تړون وروسته پوښتنه دا ده چې د پاکستان مخالفو وسلوالو راتلونکی به څنګه وي.

که له یوې خوا افغان حکومت د دې ډلې ملاتړی بلل کېږي، نو بل لور ته ویل کېږي دوی داسې ځای فعالیت کوي چې د افغان طالبانو لاس کې دی.

ویډیو د پاکستاني طالبانو خپرندویه ادارې عمر میډيا څو ورځې مخکې خپره کړې ده.

حکیم الله مسید

حکیم الله مسید د ۲۰۰۹ کال اګسټ کې د پاکستاني طالبانو د مشر بیت الله مسید له وژل کېدو وروسته دویم امیر شو، خو پر ۲۰۱۳ کال نومبر کې د شمالي وزیریستان له مرکز میرانشا سره نږدې د امریکا بې پیلوټه برید کې ووژل شو.

ویډیو کې د حکیم الله مسید د وسلوال ژوند مختلف پړاوونه راغلي، لکه افغانستان کې د افغان ځواکونو، امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو پرضد د وسلوالو بریدونو مشري، پاکستان کې د وسله ګرۍ پیلول او مختلفو قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو جوړولو کې د هغه رول.

دې فلم کې پر ۲۰۰۹ کال خوست کې د سي ای اې پر مرکز برید د حکیم الله مسید تر ټولو ستر پلان بلل شوی دی.

خو نورې سرچینې او امریکايي رسنۍ وایي، چې د برید اصلي پلان القاعده حوړ کړی و او دا دعوه هم شوې چې تر برید پورې حکیم الله له اصلي هدف بې خبره ساتل شوی و.

پر دې سربېره د ۲۰۱۰ کال مۍ کې د امریکا په نیویارک ښار کې د پاکستاني وګړي فیصل شهزاد د ناکام برید پلانوونکی هم حکیم الله مسید بلل شوی دی.

د دې دواړو ویډیوو ثبوت هم پاکستاني طالبانو خپور کړ.

له نورو ډلو سره اړیکي

فلم کې ویل شوي چې حکیم الله مسید له نورو ډلو په تېره د افغان طالبانو له مشرتابه سره ښه اړیکي درلودل.

پاکستاني طالبانو، افغان طالبان یو فطري پیداوار بللی او یو ځای کې د حقاني شبکې مشر لیدل کېږي چې د حکیم الله مسید په امامت لمونځ کوي او بل ځای د دې ډلې مهم قومندان مولوي سنګین ځدراڼ سره د حکیم الله نږدې اړیکي ښيي، پر دې سربېره د ملا دادالله او ملا یاسر یادونه هم شوې ده.

د ازبک وسلوالو او حکیم الله مسید د ښو اړیکو یادونه شوې، خو له القاعده سره د نوموړي د راشه درشه کوم خبر نشته، هغه هم په داسې مهال چې ځینې پاکستاني کارپوهان وايي، دا ډله له پیله د القاعده مخکښه ملګرې او تر اغېز لاندې وه.

په دې ویډيو کې د پاکستاني طالبانو مهم قومندانان او پاکستان کې د جهادیانو ملاتړي مختلف مذهبي کسان لیدل کېږي.

لکه د سور جومات یا لال مسجد او سپاه صحابه ځینې مشران او کراچۍ کې نامتو دیوبندي عالمان، چې ټول پخوا مړه شوي دي.

ځینې مشران پکې نشته

په ویډیو کې نیک محمد وزیر، عبدالله مسید، بیت الله مسید، ولي رحمان مسید، خالد سجنا مسید، قاري حسین مسید، شیخ خالد حقني، مولوي فضل الله، عمر خلیفه او نورو په لسګونو مهم قومندانان شته چې ټول وژل شوي، خو طارق اپریدی، قاري شکیل او نور پکې نشته چې دې برخه کې مهم بلل کېدل.

د افغانستان د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو د وژل شوي مشر شهریار مسید او د ډلې یادونه یې نه ده شوې.

د استاد احمد فاروق، الیاس کشمیري، بدر منصور، امجد فاروقي او د القاعده د نورو مهم پاکستاني مشرانو یاد هم نشته چې د اسلام اباد د حکومت خلاف یې مهم رول درلود، خو د القاعده ځینې مشران؛ اسامه بن لادن، مصطفی ابو یزید، انوارالعلوقي، ابو معصب زرقاوي یاد شوي دي.

ویډیو کې دا یادونه هم شوې ده چې کې د سپټمبر ۱۱ له پېښو وروسته افغانستان کې اولنی ځانمرګی برید د شمالي وزیرستان اوسېدونکي کړی دی.

دې ویډیو کې د خراسان داعش یادونه نه ده شوې چې بنسټ یې د پاکستاني طالبانو هغو مشرانو کړی چې حکیم الله مسید ته نږدې او ښی لاس بلل کېدل، چې په سر کې یې په شاهدالله شاهد مشهور مقبول اورکزی او د پاکستاني طالبانو د اورکزۍ ایجنسۍ نور مشران راځي.

د هند نیمه وچې لپاره القاعده او افغان طالبانو خپلو نشراتي موادو کې پر دې ډله سخته نیوکه کړې، خو د پاکستاني طالبانو دې ویډیو کې د داعش نه یادول د غور وړ دي.

Originally published at https://www.bbc.com on April 18, 2020.

Abdul Sayed

I am a research analyst focusing on jihadism, Afghanistan, and Pakistan.