د داعش او طالبانو له جګړې په افغانستان کې یوه نوې فرقه ییزه جګړه پیل شوې

Abdul Sayed
7 min readSep 18, 2022

--

څېړونکی او تجزیه کار عبدالسید، سویډن:- تېر کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د خونړیو پېښو په نوې لړۍ کې یو څرګند اړخ د مشهورو او پر خلکو د اغېز لرونکو مذهبي مشرانو وژل دي چې نه یواځې یې د امن په راوستلو کې د طالبانو د امن راوستلو پر دعوو خپله افغانان او بهرنۍ نړۍ شکمنه کړې بلکې د طالبانو ملاتړي هم پر دغو وژنو له خپل حکومته سخت خفه دي.

دا پېښې په دې هېواد کې پر شیعه لږکیو له بریدونو پرته د فرقه ییزو وژنو یوه نوې او بوږنوونکې بڼه ده چې پکې د اهلسنت یا سني فرقې د حنفي او سلفي مسلکونو مشران او کسان هم په نخښه کېږي.

په دغو پېښو کې د طالبانو د لومړني دښمن نړیوال ترهګر تنظیم دولتِ اسلامیه سیمه ییزه څانګه داعش خراسان په جګړه کې له داسې تګلارې کار اخلي چې یو مقصد یې د طالبانو خلاف د جګړې لپاره د خلکو ملاتړ پیدا کول دي او بل افغان ولس او نړۍ ته دا باور ورکول دي چې د دغو وینو تویولو په مخنیوي کې ناکامي د طالبانو د هغو دعوو ردول دي چې وایي دوی پر افغانستان واکمن دي او امن یې راوستی دی.

د دې نوې فرقه ییزې جګړې پیل:

په افغانستان کې دا نوې فرقه ییزه جګړه په 2015م کال کې د داعش خراسان ډلې له جوړېدو وروسته هغه وخت پیل شوه چې د سلفي فکر اکثر توندروه ځوانان د نورو سببونو په ګډون د مذهبي اختلاف له کبله د طالبانو په ضد د نوي جوړېدونکي زورور سنګر برخه شول.

ډېر ژر د داعش دغه غړي د تنظیم د مشرتابه مهمه برخه شول چې د هغوی په سر کې د داعش خراسان د بنسټ ایښودونکي حافظ سعید خان مرستیال شیخ جلال الدین، ځایناستی شیخ عبدالحسیب او ابو عمر خراساني شامل وو.

له دې نوي مشرتابه سره داعش ډلې د پښتونخوا په پېښور کې د سلفي فکر د مخالفې طبقې مهم مشران په نخښه کړل او بیا دواړه مخالفې ډلې څو کاله له یو بل سره په فرقه ییزو جګړو اخته وې. داعش ډلې چې په پېښور کې کوم کسان په هدف کړل د هغوی فهرست اوږد دی خو مولوي غلام حضرت، رحیم الله حقاني او مفتي ندیم محمودي پکې د سر کسان دي.

کله چې د داعش په رهبرۍ کې د دغو سلفي فرقه پالو کسانو اثر زیات شو او د طالبانو خلاف د داعش په جګړه کې دا فرقه ییز اړخ را څرګند شو، نو د داعش پر ضد په تبلیغاتي جګړه کې طالبانو پر هغو مذهبي مشرانو تکیه زیاته کړه چې د سلفي فکر مخالف وو. په دوی کې اکثرو یې د طالبانو د ملاتړ له کبله د پېښور په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه چې د طالبانو له واکمنۍ سره افغانستان ته کډه شول.

مشهور افغان خبریال سمیع یوسفزی وایي دغه مذهبي مشران اوس د طالبانو په حکومت کې ډېر زیات اغېز لري او د همدې اغېز په کارولو سره هغوی د سلفي فکر په خلاف د فرقه ییز تعصب په بنیاد اقدامات کوي. یوسفزی وایي که څه هم افغان طالبان د داسې فرقه ییز وېش ډېر سخت خلاف دي.

بلې خواته داعش په افغانستان کې د سلفي ټولنې د مذهبي غړو د وژلو پړه پر طالبانو اچوي او د هغوی پر ضد په جګړه کې له سلفي فکره ځوانانو کار اخلي. همدا وجه ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د داعش خراسان “العزایم مېډیا” د تبلیغاتي موادو یوه مهمه برخه د افغانستان سلفي ټولنې ته کلکه بلنه ده چې د داعش ملګري شي او له طالبانو د خپلو وژل شویو کسانو انتقام واخلي. وروستی مثال یې د ستمبر پر درېیمه د “العزایم” یوه خپره کړې وېډیو ده چې پکې یې د رحیم الله حقاني د وژنې ذمه واري منلې او دا یې د طالبانو په لاس د سلفیانو د وژلو غچ بللی دی.

په افغانستان کې د فرقه ییزې جګړې د نوې بڼې ځینې مهمې پېښې:

د طالبانو په واکمنۍ کې د نوې فرقه ییزې جګړې تر ټولو لویه پېښه د روان کال د ستمبر پر دویمه هغه وخت وشوه، چې د افغانستان په لوېدیځ هرات ښار کې د جمعې د لمانځه پر مهال د هېواد تر ټولو اغېزمن مذهبي مشر مولوي مجیب الرحمن انصاري پر جومات په بمي برید کې له خپلو شاوخوا 18 تنه لمونځ کوونکو مقتدیانو سره ووژل شو.

مولوي انصاري د طالبانو یو سخت ملاتړی وو چې د جولای په میاشت کې یې په کابل کې د طالبانو له خوا د دیني عالمانو په لویه غونډه کې فتوا ورکړې وه چې که څوک د طالبانو د حکومت مخالفت کوي باید و وژل شي، ځکه خو هغه د داعش خراسان په ګډون- چې د طالبانو پر ضد جنګیږي- د طالبانو د ټولو مخالفینو لپاره تر ټولو ناخوښه کس وو. که څه هم داعش خراسان څو څو ځله په خپلو رسمي پیغامونو کې د هغه د وژلو امر کړی وو، خو تر اوسه یې چا د وژنې ذمه واري نه ده منلې.

د مولوي انصاري تر وژنې درې اوونۍ وړاندې د اګست پر 11مه د افغان طالبانو یو بااثره دیني مشر مولوي رحیم الله حقاني په کابل کې په خپله مدرسه کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې ذمه واري یې داعش خراخراسان ډلې منلې وه. حقاني د ننګرهار اوسېدونکی وو، چې له ډېرې مودې په پېښور کې اوسېده او په 2016م او 2020م کلونو کې دوه ځله د داعش خراسان له بریدونو خوندي پاته شوی وو.

حقاني د داعش پر ضد د فتواوو له کبله په طالبانو کې ډېر مشهور وو. هغه د طالبانو د جنګیالیو لپاره دا یوه مهمه مذهبي فریضه بلله چې له داعش ډلې سره ملګری شوی هر تن و وژني، هغه ویلي وو چې د داعش بندیان، ټپیان او تسلیم شوي کسان دې هم نه بخښل کېږي.

د مذهبي مشرانو د وژنو دا لړۍ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو څو ورځې وروسته هغه وخت پیل شوه چې په کابل کې د سلفي فکر یو مشهور مشر مولوي عبیدالله متوکل له خپل کوره وتښتول شو او په بې دردۍ سره ووژل شو.

پر متوکل په تېر وخت کې د داعش د ملاتړ تورونه لګېدلي وو، خو طالبان چې واکمن شول ده یې د حکومت ملاتړ اعلان کړ او خپلو پلویانو ته یې د حکومت په کامیابۍ کې د مرستې امر وکړ. که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي په وژنه کې لاس لرل رد کړي وو، خو د متوکل ملګرو او د کورنۍ غړو یې تور پورې کړی وو چې هغه په طالبانو کې دننه د سلفي فکر مخالفو وسلوالو د فرقه ییز تعصب په بنیاد وژلی دی.

له متوکل پرته شیخ سردار ولي د افغانستان دویم مهم سلفي مذهبي مشر وو، چې د روان کال د جولای په نیمایي کې نامعلومو وسلوالو په کابل کې په خپل کور کې په مرموز ډول وژلی وو. سردار ولي هم د ننګرهار وو چې د متوکل غوندې د داعش خراسان د ملاتړ تور پرې لګېده.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې په ننګرهار کې له داعش سره د تړاو په تور د سلفیانو نیول او وژل پیل شول نو شیخ سردار ځان پټ کړ، خو د تېر کال په اکتوبر کې یې له لسګونه بااثره افغان سلفي مشرانو سره یو ځای په کابل کې د طالبانو د استخباراتو او امربالمعروف وزارت په غونډه کې د طالبانو ملاتړ اعلان کړ. په دې غونډه کې د سلفيانو پلاوي له طالبانو وغوښتل چې د دوی په ګډون افغان سلفیان دې د طالبانو او داعش په جګړه کې نه ښکېلوي او بیا طالبانو دوی ته د هر ډول مذهبي ازادۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سردار ولي د وژنې سخته غندنه کړې وه او داعش ډله یې د هغه په وژنه تورنه کړې وه، خو “العزایم مېډیا” د سردار ولي وژنه د سلفیانو خلاف د طالبانو د فرقه ییزې جګړې تسلسل ګڼلی وو.

یوه افغان سلفي مشر د امنیتي اندېښنو له کبله د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل، د طالبانو له واکمنۍ وروسته له متوکل او حقاني پرته د کابل په ګډون د افغانستان په ختیځو او شمالي ولایتونو کې تقریباً 100 تنه سلفيان په نخښه شوي، چې تور یې په طالبانو کې پر سلفي ضد فرقه پالو کسانو لګېږي.

دا دعوه د روان کال د جولای پر اوومه د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په یوه رپوټ کې ومنله چې وایي طالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته یواځې په ننګرهار کې د سلفي ټولنې غړي وتښتول او په ډېر تشدد سره یې و وژل.

له سلفيانو سره سره د اهلِ سنت مکتبِ فکر له بلې مذهبي ډلې سره تړلي د صوفي مسلک خلک دي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې پرله پسې د ترهګرۍ په بریدونو کې په نخښه شوي دي، د دې ډلې خلک د فرقه ییزو تعصباتو له کبله له سلفيانو سره سخت اختلافات لري او حتی دواړه یو بل د اسلام له دایرې هم بهر ګڼي.

د روان کال په اپرېل کې په کابل او کندوز کې د دغې مذهبي ډلې پر جوماتونو او عبادت ځايونو خونړي بمي بريدونه وشول، چې تر 80 زيات کسان پکې ټپيان او شاوخوا 50 تنه ووژل شول. د اګست پر 17مه هم د دې طبقې يو مخور ديني مشر مولوي امير محمد کابلی په کابل کې د مازديګر د لمانځه پر مهال په چاودنه کې په نخښه شو، چې له ده سره یې 20 تنه پلويان پکې ووژل شول او تر درې درځنه زیات ټپيان شول. که څه هم د طالبانو پلويانو سمدستي د دغو بريدونو پړه پر داعش خراسان واچوله، خو د داعش خراسان په ګډون هیڅ یوې ډلې د دغو بريدونو ذمه واري ونه منله.

د خبریال سمیع یوسفزي په وینا پر دغو سلفي مخالفو مذهبي ډلو په اکثرو بریدونو کې د داعش خراسان د لاس لرلو نخښې لیدل کېږي، خو وایي پر مذهبي ځایونو د بریدونو په اړه د افغانانو حساسیت ته په کتو داعش ددغو بریدونه ذمه وارۍ د یوې مهمې سټرېټیجۍ له کبله نه مني، یوسفزی وایي دا د فرقه ییزو اختلافاتو په بنیاد د وینو تویولو تسلسل دی چې په افغانستان کې د داعش له پیدا کېدو سره پیل شو.

Originally published at https://www.voadeewanews.com on September 18, 2022.

--

--

Abdul Sayed

I am a research analyst focusing on jihadism, Afghanistan, and Pakistan.