د طالبانو د تنظیم اډانې ته یو نظر — د دوی خپل منځی نظام څنګه دی؟د قریب شل کاله جنګ جګړې او ورانیو وروسته، طالبان اوس دې ضرورت سره مخامخ شوي چې غریب او شاته پاتې افغانستان چې یې اوس قبضه کړی، هغه به څنګه اداره کوي او حکومت به څنګه چلوي؟

Abdul Sayed
6 min readSep 5, 2021

--

که چېرته د طالبانو د ډلې مشرتابه او تنظیمي اډانې او همدا راز هغه موازي حکومت ته چې دوی جوړ کړی و، د نږدې نه وکتل شي، نو کېدای شي د طالبانو د آینده حکومتدارۍ په اړه یو تصویر پیشبیني شي.

د ۱۱/۹ نه پس د طالبانو د رهبري شورا بیا جوړېدل

همداسې چې طالبانو په دې وروستیو هفتو کې په ډېرې تیزۍ سره واک اختیار ترلاسه کړ، په ۲۰۰۱ کال کې د نړېوال ائتلاف او افغان اتحادي ځواکونو لخوا د دوی ماتې خوړل هم همداسې په تېزۍ سره و. د امریکا په مشرۍ پوځي یرغل کې د طالبانو تنظیمي کمانډ ړنګ شو او مشرتابه یې هم سره وپاشل شول.

د طالبانو جنګیالي هغه مهال یا په خلکو کې ورګډ شول او عادي ژوند یې شروع کړ او یا له کډوالو سره ګاونډي پاکستان ته وتښتېدل. د طالبانو د یو جګپوړي غړي، عبدالحي مطمین په لاس لیکل شوي یو کتاب کې چې کال ۲۰۱۶ کې چاپ شوی و، راغلي چې د امریکاییانو د حملې نه پس، په اول ځل د کال ۲۰۰۲ په مئی میاشت کې ملا محمد عمر اېله وکړای شول خپل یو څو جګپوړي ملګري بېرته راغونډ کړي او د امریکا او اتحادیانو په وړاندې یې د نېغ په نېغه مزاحمت دپاره یوه رهبري شورا جوړه کړي.

د هغي شورا غړي ملا اختر محمد عثماني، ملا عبداللطیف منصور، ملا اختر محمد منصور، ملا دادالله آخند، ملا جلال الدین حقاني، ملا عبدالکبیر، ملا حمدالله نانی، ملا محمد حسن رحماني، مشر ملا محمد حسن آخند، او ملا امیر خان متقي و. ملا عبدالغني برادر او ملا عبیدالله آخند د دې شورا د اول او دویم امیر په توګه وټاکل شول. د طالبانو رهبري شورا ډېر د یو حکومت د کابینې په شان کار کوي او د طالبانو چارې ټولې پر مخ بیایي چې د طالبانو د مشر د تایید لاندې وي.

عبیدالله آخند د کال ۲۰۰۷ په فرورۍ کې د پاکستاني استخباراتو له خوا ونیول شو، او د هغه نه پس اختر محمد منصور د ملا برادر د نایب په توګه وټاکل شو. درې کاله پس یې، د پاکستان استخباراتو ملا عبدالغني برادر هم ګرفتار کړ، چې د هغه نه پس منصور د طالبانو د رهبري شورا مشر او د طالبانو د رهبر نایب وټاکل شو.

پس له هغه چې طالبانو په کال ۲۰۱۵ کې د ملا عمر د مرګ اعلان وکړ، منصور د طالبانو مشر وټاکل شو او دوه نایبان یې هم معرفي شول: یو یې د طالبانو دا اوسنی مشر ملا هبت الله آخندزاده و او بل یې د حقاني شبکې مشر ملا سراج الدین حقاني.

پس له هغه چې د ۲۰۱۶ کال په مئی میاشت کې ملا اختر منصور په پاکستان کې د امریکا د یوې ډرون په حمله کې ووژل شو، هبت الله آخندزاده یې په ځای د طالبانو مشر، د ملا عمر زوی ملا یعقوب او سراج الدین حقاني یې دوه نایبان وټاکل شول.

کله چې ملا برادر په کال ۲۰۱۸ کې د پاکستان د جېل نه راخوشې شو، ملا هبت الله هغه خپل درېیم نایب وټاکه او د سیاسي چارو ذمه واري یې وروسپارله. د هغه نه وروسته طالبانو کې د مشرتابه اډانه همداسې پاته ده، یعنې ملا هبت الله آخندزاده د دوی “امیرالمومنین” دی، مولوي یعقوب، سراج الدین حقاني او ملا عبدالغني برادر یې درې مرستیالان یا نایبان دي.

د طالبانو بیوروکرېسي

د طالبانو په چارو باندې یو پوه څېړونکي محمد احساس وي او اې ته وویل چې طالبانو د افغانستان څلور دېرش (۳۴) ولایتونه د حکومتدارۍ له اړخه په دوه څانګو وېشلي، جنوب او جنوب ختیځ. جنوبي برخه کې څوارلس ولایتونه راځي چې د “عُمري” ادارې لاندې دي. جنوب ختیځ څانګه کې بیا پاته شل (۲۰) ولایتونه راځي چې د “حقاني” ادارې لاندې دي.

دا ولایتونه په اتو (۸) زونونو وېشل شوي، او بیا هر ولایت په ولسوالیو وېشل کیږي چې د مخه لا موجودو ولسوالیو په شان دي. مطمین په خپل کتاب کې لیکي چې طالبانو په کال ۲۰۰۵ کې د هر ولایت او هرې ولسوالۍ دپاره خپل ځان ته نګران مشران ټاکلي و.

محمد احساس وایي، د طالبانو مشرتابه اتلس (۱۸) کمېشنونه جوړ کړي چې د وزارتونو په څېر فعالیت کوي، او پوځي، سیاسي، اقتصادي، مطبوعاتي او کلتوري، عوامي کارونو، استخباراتو، او نورو مسایلو کارونه پر مخ وړي. په دې اتلسو کې، یوولس کمېشنونه لوی بلل کیږي او پاته اوه یې واړه کمېشنونه دي. هر کمېشن د ولایت، زون، او ولسوالیو دپاره ځانګړي استازي لري.

د طالبانو له خوا کونړ ولایت ته ټاکل شوي والي حاجي عثمان ترابي تېره میاشت یوې غټې غونډې ته په وینا کې وویل چې دا کمېشنونه د کونړ ولایت د چارو ذمه واري په غاړه لري. د کونړ اوسېدونکو ته هم وویل شول چې که څه ضرورت ولري، نو د اړونده کمېشنونو سره دې په رابطه کې شي.

د عبدالحي مطمین په کتاب کې راغلي چې د طالبانو اولني درې کمېشنونه، پوځي، اقتصادي، او فرهنګي و چې په کال ۲۰۰۴ کې جوړ شول.

افغان څېړونکی، فضل من الله قاضي زی وایي چې د طالبانو تر ټولو لوی او اهم کمېشن، د پوځي چارو کمېشن دی. د دې کمېشن مشري، د طالبانو د مشر نایب ملا یعقوب عمري په غاړه لري چې درې تنه یې مرستیالان دي: مولوي صدر ابراهیم، مولوي عبدالقیوم ذاکر، او قاري فصیح الدین. دا درې واړه د طالبانو اهم کمانډران دي. فصیح الدین په خټه تاجک او د نهو شمالي ولایتونو دپاره د طالبانو ستر کمانډر دی.

قاضي زی زیاتوي چې د پوځي کمېشن نه پس، د طالبانو تر ټولو بل لوی کمېشن، د اقتصادي چارو دي چې د پوځي کمېشن په شان، د مخدره موادو د سمګلېنګ سره یې سروکار دی، او دا د طالبانو د آمداتو لویه ذریعه جوړوي. د استخباراتي چارو کمېشن تر دا نورو دوو وړوکی دی، خو اهم ګڼل کیږي. دا کمېشن د ډرون ټکنالوجۍ او نورو ماډرنو وسلو په کار اخیستو کې لاس لري.

د احساس په وینا، د طالبانو مطبوعاتي او کلتوري کمېشن نه د استخبارتي کمېشن غوندې لوی بجټ لري او نه د پوځي کمېشن غوندې لویه اډانه لري، خو کار یې بیا هم مهم دی.

اوس مهال سیاسي کمېشن ډېر اهم ګرځېدلی دی، ځکه هره ورځ له نړېوالې مېډیا سره په خبرو کې وي. د دې کمېشن مشري د ملا برادر په غاړه ده او نور سېنئر غړي یې محمد عباس ستانکزی، سهیل شاهین، او شیخ شهاب الدین دلاور دي.

قاضي زی زیاتوي چې د طالبانو د اتلسو کمېشنونو مشران، سره د اهمو پوځي کمانډران او مذهبي عالمان د طالبانو د رهبري شورا غړي دي. د طالبانو د یوې پټې ذریعې په حواله، د رهبري شورا اوس مهال شاوخوا دېرش (۳۰) غړي لري، که څه هم په اکثرو مجالسو کې یې صرف ۲۰-۱۸ غړي چې زیاتره د کمېشن مشران دي، موجود وي.

قاضي زی وایي، د طالبانو د مشر نه پس تر ټولو زیات اثررسوخ والا کس، شیخ عبدالحکیم دی چې یو دیني عالم دی او د ۱۹۹۴ راهیسي چې د طالبانو ډله جوړه شوه، دا سړی د طالب مشرانو — ملا عمر، زوی یې ملا یعقوب، او ملا اخترمنصور — استاذ او رهنما پاته شوی دی.

شیخ عبدالحکیم طالبانو ته تر ټولو اهمې فتوې ګانې ورکوي چې د هغو په بنیاد د دې ډلې پالیسي جوړیږي. هغه په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې خلاف طالبانو ته د جګړې فتوا هم ورکړې ده. د شیخ عبدالحکیم مدرسه چې د پاکستان د بلوچستان صوبې په کچلاک سیمه کې ده، د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې د یوې ځانمرګې چاودنې ښکار وګرځېده. په هغې چاودنې کې عبدالحکیم ژوندی پاته شو، خو یو زوی یې پکې مړ شو. د هغې چاودنې له امله نور کسان هم ووژل شول.

د طالبانو په منځ کې نور اثررسوخ والا کسان، د “سرې قطعې” مشران دي چې دا د ځواکمنو سپېشل فورس یوه ډله ده او په ټول افغانستان کې ځان ته ډلې لري. سره قطعه د داعش ډلې خلاف جګړو کې بریالۍ ګڼل شوې ده. د سرې قطعې اهمو کمانډرانو کې پیر آغا، د کونړ اوسنی والي حاجي عثمان ترابي، په پکتیکا کې بلال فتح ځدراڼ، په لغمان کې عمر یاسر، په ننګرهار کې نیک محمد رهبر، او په غزني کې ابو ادریس یوسف پاته شوي دي. دا وروستي دوه کسان، رهبر او یوسف، په ننګرهار ولایت کې د داعش په ضد سختې جګړې کړې وې، او په اپرېل میاشت کې داعش ډلې هغوی ووژل.

د طالبانو څو تنه نور پوځي کمانډران اوس هم په جګړو کې مرکزي کردار لري او له نړېوالې مېډیا نه لېرې ساتلی شوي دي. په دې منځ کې یو بلال ځدراڼ دی چې د حقاني ډلې سره تعلق ساتي او که څه هم په وروستیو دوو کلونو کې یې نوم کم اورېدل شوی، خو د طالبانو یو له ډېرو اهمو کمانډرانو شمېرل کیږي.

د دې مضمون لیکوال، عبدالسید د امنیتي چارو یو ماهر او په افغانستان او پاکستان کې د تندلارو ډلو په اړه څېړونکی دی چې اوس سوېډن کې اوسیږي.

Originally published at https://www.voadeewanews.com on September 5, 2021.

--

--

Abdul Sayed

I am a research analyst focusing on jihadism, Afghanistan, and Pakistan.